مادّه ۱۰۲
Article 102
بیت المال هغه اداره ده چې د شریعت د احکامو سره سم د عوایدو او مصارفو مسؤوله ده، د راټولولو، ساتلو او لګولو په برخه کې. د بیت المال د دفتر مشر ته د بیت المال خازن وایي. د ولایتونو دفترونه د هغه تر لاندې دي، او د هر دفتر مشر ته د بیت المال صاحب وایي.
The treasury (Bayt Al-Mal) is the administration responsible for the revenues and expenditure in accordance with the Shari’ah rules in terms of their collection, storage and spending. The head of the office of the treasury is called the Treasurer of the Treasury (Khazin Bayt Al-Mal). The offices in the provinces fall under it and the head of each office is called the Trustee of the Treasury (Sahib Bayt Al-Mal).
بیت المال یو اسمي ترکیب دی چې د اضافت له ډول څخه جوړ شوی دی. دا د هغه ځای لپاره کارول کیږي چیرې چې د دولت عاید تر هغه وخته ساتل کیږي تر څو چې مصرف شي. دا د هغه ادارې معنا هم لري چې د مسلمانانو لپاره حق لرونکي مالونه ترلاسه کولو او مصرفولو مسؤله وي.
Bayt Al-Mal is a noun made from a genitive construction. It is used to mean the place where the state’s revenues are kept until they are spent. It could mean the authority responsible for receiving and spending the funds entitled for Muslims.
په دې اساس مونږ داسې دریځ خپل کړی چې والي ته داسې یو ځانګړی اختیار ورکړل کیږي چې لشکر، عدلیه او مالي چارې شامل نه وي. نو ټول لشکر به یو مرکزي ریاست وي (چې د جهاد امیر یې مشري کوي). عدلیه به هم یو مرکزي ریاست وي (چې د عدلیې په نوم یادیږي) او ټول مالي منابع یو مرکزي ریاست جوړوي (چې د بیت المال په نوم یادیږي)، چې د دولت له نورو ادارو څخه جلا وي او د خلیفه تابع وي، لکه نورې ادارې چې تابع دي.